کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا د کابل په برید کې د پوځي ځواکونو رول دستاینې وړ دئ؟

ایا د کابل په برید کې د پوځي ځواکونو رول دستاینې وړ دئ؟

دتیرې دوشنبې په روځ ۱۸ جنوري ۲۰۰۹ نیږدې شل تنه وسله وال طالبان دسهار په نه نیمو بجو کابل ښارته داخل اوترما‍زدیګرترڅلوروبجوپوري یې دارګ په خوله کې دمالیې اوعدلیې وزارتونه ، افغانستان بانک ،سریناهوټل اوځینی نورومهم دولتي مراکز ترخپلو مرګونوبریدونولاندې نیولي وساتل .

طالبانو وکولای شول په پوره بریالیتوب سره دغه پوځي مانور دکابل په زړه کې په داسې مهال کې اجرا کړي چې دلته په همدغې نیټې دارګ په ماڼۍ کې د۱۴ جدید التقرره وزیرانو دمعرفي دمراسمو لپاره ډیر ټینګ امنیتي تدابیرنیول شوي ول.

دطالبانو دغه ډراماتیک( dramatic) پوځي مانور دڅولاندنیو وجوهاتوله امله دهغوﺉ دپوځي وړتیا او محاربوي تکتیک دموفقیت ښکارندوينه کوي:

۱ـ حساس زماني مقطع:
په ولسمشریزوټولټاکنوکې دکرزي له بریالیتوبه وروسته په اوسنیو شرایطوکې دهغه دنوي حکومت لپاره هره وړه اولویه پیښه که هغه دده په ګټه وي که په تاوان دده دحکومت دبقاء اوفنا کې حیاتي ارزښت لري .
طالبانو ددغه زماني مقطع داهمیت په نظرکې نیولوسره خپل برید په داسې شیبوکې عملي کړ چې حتی دکرزي دنوي حکومت دنویو وزیرانو دمعرفي غونډې ته دورتلونکو ژورنالیستانو پام یې دارګ په ماڼۍ کې دمطبوعاتي کانفرانس په ځای دارګ په دروازه کې دلړزونکو انفجاراتو لمبوته او درزونوته راوګرځاوه.

۲ـ دبهرنیو ځواکونو دبریالیتوب دادعا تکذیب:

نیږدې یوه اونۍ تردغه برید له مخې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو قومندان جنرال مکرستال اعلان وکړچې دنویو امریکایي پوځونوله زیاتوالي سره هغوﺉ دطالبانو خلاف دهیواد په بیلابیلو سیموکې پوځي بریالیتوبونه ترلاسه کړي ،خوطالبانو دکابل په زړه کې چیرته چې دبهرنیو ځواکونوډیری برخه عسکرمیشت دي په خپل برید سره داوښودله چې دمکرستال دا دعا برخلاف هغوﺉ دزیاتوبهرنیوپوځیانو له راتګ سره سره ددې توانایي لري چې هرځاي اوهروخت وغواړي هالته دولتي اودبهرني ځواکونو موجودیت ګواښلی شي.

۳ـ دپوځي پلانونوپه عملي کولوکې محاربوی ابتکار:
طالبانو دخپل دغه برید لپاره داسې یوه سیمه انتخاب کړه چې هغه له امنیتي پلوه دټول کابل په کچه خوندي اومحفوظه سیمه بلل کیږي ؛ دارګ ماڼۍ ،سرینا هوټل ،افغانستان بانک ، دمالیې اوعدلیې وزارتونه اونورمهم دولتي اودیپلوماتیک مراکز دهمدغې سیمې په شاوخواکې موجود دي ، اودغې سیمې ته دشلو تنو وسله والوکسانو رارسیدل څه آسانه اوعادي خبره نه ده.

دپیښې دعیني شاهدانو له قوله طالبانوله خپلو وسلو اوپوځي تجهیزاتوسره یوځای دکابل په اصطلاح له ټولو امنیتي کمربندونو څخه په ډیرمحفوظ ډول ځانونه دغې ترټولو خوندي سیمې ته راورسول اولومړنی پوځي ګذاریې هم پښتونستان واټ ته څیرمه دارګ په جنوبې دروازه ترسره کړ .

دارګ ترخولې پورې دشلو تنو مسلحوکسانورارسیدل بي له دینه چې هغوﺉ دښار په امنیتي کمربندونو اوهمداراز دښار په داخلي امنیتي مراکزوکې باوري کسان ونه لري له امکانه وتلې خبره ده؛ اوداچې طالبانو دمخامخ جګړې په ځای په دولتي اوامنیتي لیکوکې دنفوذ لاره غوره کړې د ا دهغوﺉ په پوځي فعالیتونوکې دیوه ترټولو ابتکاري تکتیک معنا لري چې له مخې یې خپله ددولتي ځواکونو په منځ اوهمداراز دهغوﺉ اودهغوﺉ دبهرنیوملاتړو ترمنځ دسختې بي اعتمادۍ فضارامنځته کړي.

ایا دبرید په اړه دپوځي ځواکونو غبرګون بریالی وه؟
دبهرنیوځواکونودمشرجنرال مکرستال اونورو دولتي چارواکو له ادعاګانوسره سره د دولت پوځي ځواک اودهغوﺉ ټول بهرني ملاتړي اوس دطالبانو دفعالیتونو اوپوځي بریدونوپه مقابل کې فقط دفاعي بڼه غوره کړې ؛ په دې معنی چې هغوﺉ نور دمخالفینو دفعالییتونو داساسي شنډوالی ابتکار له لاسه ورکړی .

دمثال په توګه هغوﺉ په خپل ټولو امنیتي اواستخباراتي هلوځلوسره حد اقل دومره هم ونه کړای شول چې دارګ له دروازې نه دطالبانو دجنګیالیو مخه وګرځوي داخو پریږده چې بلکل یې مخنیوی وکړي .

په دغه برید کې دطالبانو دشل کسیزې وسله والې ډلې له منځه یواځې اووه تنو وکولای شول چې دکابل په ښارکې ټول میشت دولتي قطعات اوبهرني ځواکونه له سهاره ترمازدیګره پوري مصروف وساتي اوهالته ټول دولتي اوملکي ادارات له یوه مطلق رکود سره مخ کړي .

هغه څه چې بهرنیو اودولتي ځواکونو ددغه برید په مقابل کې ترسره کړل هغه داووه چې په نیږدي اوه ساعته وخت کې یې دشلو وسله والو له منځه یواځې اووه تنه چې دهغوﺉ په منځ کې هم څلوروتنو خپل ځانونه په چاودیدونکو توکیو والوزول ووژل.
دغه ددریوتنو وسله والو وژنه هم له لندن څخه دبهرنیو ځواکونو پخواني قومندان دیوید ریچارد اوهم ولس مشر کرزي دکورنیو اوبهرنیوځواکونو موفق اوتکتیکي غبرګون وباله.

که سړی زمونږ له سلګونو زرودولتي ځواکونو اودهغوﺉ له لسګونو زرو بهرنیو مرستندویانو څخه دا وپوښتي چې تاسو په همدغه ټول شمیر پوځي موجودیت سره دارګ په دروازه کې یواځې د دریوتنو وسله والو وژل خپل تکتیکي اوموفق غبرګون بولي ؟ حتما به دانصاف له مخې دهغوﺉ ځواب منفي وي.

ایا دولتي اوبهرنیو چارواکو دافکرکاوه چې طالبانو همدغه اوه تنه وسله وال دټول کابل دتسخیر لپاره رالیږلي ول او دوﺉ په خپل تکتیکي غبرګون سره کابل پلازمینه ددغو اووه تنو له نیولو وژغورله ؟

طالبانو خو يواځې دومره غوښتل چې دخپلې پوځې وړتیا په مظاهرې سره په کابل کې میشتو بهرنیوځواکونو، دیپلوماتانو ، دټلویژوني شبکو اوخبري رسنیو ژورنالیستانو اوپه مجموع کې دولتي منسوبینوته داخبره ثابته کړي چې هغوﺉ کولای شي دارګ په شمول په هرځای اوهروخت کې چې وغواړي دهغوﺉ امنیت تهدید کړي ، په هغوﺉ بریدوکړي ، هغوﺉ ووژني اوحتی هغوﺉ اسیرکړي ، هغه یې په بریالۍ توګه سرته ورسول .

هو ! ریښتیاهم طالبانو هغه په بریالۍ توګه سرته ورسول اوله هغه سره یې ټولوته دا تریخ پیغام هم ورساوه چې دهلمند له دښتو ،دکونړ له درو اودخوست اوپکتیا له ډاګونوڅخه چې دهغوﺉ وسله وال دارګ ترخولې پوري راورسیدل نو هرومروبه یوه ورځ په دې بریالي کیږي چې دارګ له خولې نه دارګ تر غولي پوري هم ځان ورسوي ، داچې دغه اسطوره یي نمایش به کله دنړۍ والو تلویزوني کانالونوپه سکرین خلګوته وړاندې کیږي دا هغه څه دې چې دپیښیدلو دنیټې په اړه یې یواځې دکایناتو عالم الغیب څښتن علم لري اوبس.

تبصره نسته

  1. زه د ستاينو او غندلو په اړه څه نه وايم ، فقط دا وايم چي دلته په ماسکو کي ۱۰ تنو ځانمرګو يو لوی تياتر تر ولکې لاندي راوستی او ۸۰۰ کسان يې يرغمل کړه ، دولت او پوځ وتوانيدی چي بېله ټک او ټوکه تياتر او سيلانيان د ځانمرګو له شره خلاص کړي . دوی دا کار د يو ډول ګاز پذريعه وکړ چي نه يې رنګ لاره او نه بوی مګر په تيارت کي يې ټول کسان نشه او بېواکه کړه .
    زموږ افغان پوځيان که پوره مسلکي زده کړه نلري چي داسي يوه عمليه اجرا کړي ، بهرني پوځيان خو په دې پوهيږی چي پدغسي حالاتو کي څه وکړي ، هغوی په لاس دې ته لاره هواره کړه چي افغان پوځيان په رسان ( اورغورځوونکو ) مرميو د خلکو دکانونه وسوځوي . افغان دولت په خپل ټول توان سره ونسوای کولای چي درې تنه وسله وال ژوندي ونيسي .
    هيله ده په راتلونکي کي له هر يوه کس سره يوه فرقه جنګ ونکړي چي په پايله کي يې د عامو خلکو په مليونونو شمتمنۍ ته زيان ورسيږي .

  2. لوستونکو ته سلام !
    غزنیوال صاحب په زړه پوری لیکنه ده ،مننه ،او زه خو لا دا هم وایم چه وروره زمونږ په هیواد کی سخت ظلم روان دی او الله پروردګار مونږ أزمایی چه تر کومه حده مونږ د الله پاک امرونه په نظر کی لرو او تر کومه د پروردګار له اوامرو په هخه او دغه بهانو سر غړوو.تاسی به ښه خبر یاست چه کله نه د ۷ د ثور کودتا وشوه تر نن پوری څومره بی ګناه خلک شهیدان شول او د طالبانو د حکومت په ړنګیدو سره خو یو ستر ناورین منځ ته راغی او هغه د طالب بندیوانو ډلیزه وژنه وه او پر دی باندی هیڅ انسان سترګی نه شی پټولای او هغه جلادان نن د هیواد واک په لاس کی لری . زما اند د یوه انسان او بیا د یوه مسلمان په صفت دا دی چه ددی ننیو ناخوالو علت همغه ظلم وه چه د آمریکایانو او د نظار د شورا له خوا د طالب بندیانو سره وشوه او زه فکر کوم چه که دا بهرنی قوتونه که دوه برابره هم شی نو د طالبانو مخ به ونشی نیوی ،پدی دلیل چه د طالبا نو د بیا پاڅون په لومړی سر کی هر غل او داړه مار هم چه سلاح درلوده خلکو د طالب په نامه پیژنده خو اوس هغه ډلی تر څه اندازی د طالبانو او څه هم د حکومت له خوا وځپل شوی او د طالبانو پاڅون او د دوی دوامداره مقاومت معنی دا ده چه ډیری خلک اوس په دی پوه شوی چه بهرنیان د غریب ولس د ساتلو نه بلکه د هغوی د بربادی لپاره راغلی ،او دا پاڅون به ملی کیږی که تر شپو وړاندی وه که وروسته.وسلام

  3. سلامونه مي قبول كړي
    دايوازي طالبان نه وه له هغوسره دخاريجي راغليو ميلمنولاس هم وه
    ځنگه شل تنه نه يو ښارته نن وزي معلومه ده سي
    دامريكايانو لاس به زرور ورسره وي
    داگوره ټولوته معلومه ده سي امريكايان نه غواړي سي په افغانستان كي دي ارامي اوسوله راسي
    ولي كه ارامي راسي دوي به له افغانستانه وزي
    نودي نه غواړي سي سوله راولي ځونه سي ناارامي وي دوي خوشحاله دي
    كه نن امريكا ووزي سهاربه خيروخيرت وي
    نه به طالب وي نه به ټك وي شي به نه وي ارامه ارمي به سي خودوي نه وزي
    طالبان دغونه ورانه ول نه كوي لكه امريكايان سي كوي طالب خويو ببم ده يوځاي بي پټ كي خلاص
    دوي داسي ځايي خرابه وي سي په هغه كي دافغانانو تعوان وي
    كرزي ولي نه ورته وايي سي وه وزي
    هره ورځ له دي غلتي كيژي ملكي كسان شهيدان كيژي امريكاواي طالبان نو وژلي دي طاّپان واي امريكايانو وژلي دي بس خبره خلاصه سي ني سره مني هره ورځ دغه حال اوحوال ده
    كه ځوك ځه ويل يا نورځه غواړي -اړيكيjanjanr1@hotmail.com

  4. dear readers i m sure that these are not taliban but they r our parents and our land enemy if u dont believe it so just tell me that what they did in this atack ? just they atack on muslims shops and they killed cevillian and our army nothing happend to foriegn army but they were watching there own daramtic action i mean this was supported and planed by them not by taliban

  5. لراوبر دا ليکنه ړنګه کړه ، ځکه دا دموضوع په اړه د تبصرو ځای دی . مننه