کور / تازه خبرونه / کندهار:په هوایی ډګر کی دری کیلو هیرویین ونیول شول

کندهار:په هوایی ډګر کی دری کیلو هیرویین ونیول شول

د کندهار ولایت په هوایی ډګر کی نن دری کیلوګرامه هیرویین ونیول شوی.

د کندهار ولایت په هوایی ډګر کی سرحدی پولیسو د پنجشنبه په ورځ د یوه د مسافر د بیک څخه دری کیلو هیرویین کشف او لیږدونکی هم ور سره نیولی دی .
جنرال عبدالرازق د سرحدی پولیسو د دریمی لوا درستیزوال خبریالانو ته وویل: نن سحر یو تن مسافر چی د کندهار څخه هندوستان هیواد ته د آریانا الوتکی په پرواز کی راوان وه د کندهار ولایت په هوایی ډګر کی د دری کیلو ګرامو هیرویینو سره لاس په لاس ونیول شو.
د یاد ونی وړ ده چی تیره اونی هم په همدغه ورځ د کندهار په هوایی ډګر کی یوتن قاچاقبر د دوو کیلوګرامه هیرویینو سره نیول شوی وه.