زابل:ترافیکی پیښه کی ۶ وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوی دی .
جاويد احمد تنوير
د کندهار کابل په لویه لاره په ترافیکی پیښه کی شپږتنه وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوی دی .
د کندهار کابل په لویه لاره د زابل ولایت مرکز قالات د نورک په سیمه کی نن سحر یوه عراده ۳۰۳ دوله بس موټر او یوعراده تونس بس سره ټکر شول چی د ټکر له امله د یویی ښځی په ګډون شپږ تنه وژل شوی او پنځه نور سخت ټپیان شوی دی .
د زابل ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ د پیښی د تایید برسیره وویل : د موټرو د ټکر پیښه د ډریورانو د بی احتیاطی له امله رامنځ ته شوی ده .
د سر جنګ په وینا د پیښی ټپیان د زابل ولایت مرکزی روغتنون ته لیږدول شوی دی .