کور / تازه خبرونه / امريکا: له افغانستان سره غير پوځي مرستو ته دوام ورکوو

امريکا: له افغانستان سره غير پوځي مرستو ته دوام ورکوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن وايي حکومت يې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو سره غير نظامي مرستو ته دوام ورکوي چي هغوى وکړاى سي د طالبانو ليکو ته د ولسي خلګو له جلب څخه مخنيوى وکړي.
هيلري کلنټن وايي د امريکا حکومت به په افغانستان کي ملکي خدماتو او مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان په حکومت کي به سياسي اصلاحات رامنځته کړي.
هيلري کلنټن ويلي دا چي افغانستان يو زراعتي هيواد دئ د اوباما حکومت په دې هيواد کي د کرهڼي او مالدارۍ چارو ته خپله توجه زياته کړې چي په دې هکله له افغانانو سره مرسته وکړي.
هغې وويل امريکا به افغانستان او پاکستان ته د ملکي مرستو په زياتوب کي ٣٠ فيصده ډېروالى راولي.