کور / تازه خبرونه / هايټي: د کار په مقابل کي د پيسو پاليسي اعلان سوه

هايټي: د کار په مقابل کي د پيسو پاليسي اعلان سوه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د امريکا پخواني ولسمشر بيل کلنټن په هايټي کي د زيانمنو خلګو سره د کار په بدل کي د نقدو پيسو د ورکړي پاليسي اعلان کړه.
ملګري ملتونه او امريکا وايي له دې پاليسۍ څخه يې موخه سيمه ايز خلګ د عامه چارو نظم ته تشويقول او له بلي خوا له چور او چپاول څخه د ځوانانو راګرځول دي.
په هايټي کي د دوو هفتو ها خوا زلزلې نيژدې دوه لکه کسان بې کوره کړي او تر اتيا زرو زيات خلګ وژلي دي.
ملګري ملتونه وايي په سيمه کي د خوراکي توکو او د اړتيا وړ موادو کمى رامنځته سوئ او د سيمي ځوانانو د خيريه سازمانونو د مرستو چور ته ملا تړلې ده.