کور / تازه خبرونه / کراچي: درې اونۍ وروسته بازار خلاص سو

کراچي: درې اونۍ وروسته بازار خلاص سو

د پاکستان په سند ايالت کي د عاشورا د ورځي له بلوا وروسته په لومړي ځل مرکزي بازار خلاص سو.
د ايم کې جناح روډ بازار چي د تېر کال د ډسمبر پر ٢٨ مه تر چاودني وروسته وسوځل سو لا اوس هم د ورانۍ نښي پکښي تازه او يوې کنډوالې ته ورته ښکاري.
د عاشورا په ورځ په دغه بازار کي د شيعه ګانو پر يوه جلوس باندي چاودنه سوې وه چي تر سلو زيات کسان يې مړه او نيژدې ٣٠٠ تنه يې ټپيان کړل.
تر چاودني وروسته د جلوس ګډونوالو بازارونو، مارکېټونو او بانکونو ته اور واچاوه چي خلګو ته يې په ميليونو ډالره زيان يې واړاوه.