کور / تازه خبرونه / د پاکستان سره د بې پيلوټه طيارو ژمنه وسوه

د پاکستان سره د بې پيلوټه طيارو ژمنه وسوه

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس چي تر هند وروسته د پاکستان په سفر بوخت دئ، له دغه هيواد سره يې د بې پيلوټه الوتکو د مرستي ژمنه وکړه.
رابرت ګېټس او د پنټاګان په لسګونو پوځي مامورين چي له پرون راهيسي په پاکستان کي دي دغه هيواد ته يې د ١٢ بې پيلوټه الوتکو د ورکولو ټټر وواهه.
په قبايلي سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تر بمباريو وروسته د پاکستاني حکومت د مخالفت تر ټولو غټ علت هم دا وو چي امريکا بايد دغه طيارې د پاکستاني پوځ په واک کي ورکړي چي وروسته به يې دوى د قبايلي طالبانو په ځپلو کي وکاروي.
دا چي امريکا به کله پاکستان ته دغه الوتکي ورکړي نېټه يې نه ده په ډاګه سوې، خو د پنټاګان مامورينو په اسلام آباد کي خبريالانو ته وويل امريکا پاکستان ته د پيلوټ لرونکو جاسوسي الوتکو پر ورکړه هم غور کوي.