کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: پاکستاني پوځ يو ملکي کس مړ دوه زخميان کړل

پښتونخوا: پاکستاني پوځ يو ملکي کس مړ دوه زخميان کړل

د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځ د ملکي کسانو پر يوه موټر باندي ټکان کړي چي يو تن يې وژلئ دوه نور يې زخميان کړي دي.
پېښه نن سهار په ميرانشاه کي پر دته خېل روډ تبليغي مرکز ته نيژدې رامنځته سوې ده.
د ميرانشاه پوليټيکل ايجنټ وايي حکومت د سهار له شپږو بجو تر نامعلوم وخت پوري پر تګ راتګ بنديز اعلان کړئ و، خو دغو کسانو له بنديز څخه سرعړونه کړې وه، ځکه د پوځ له خوا په نښه سوي دي.