ورځپاڼو ته کتنه

34 | جنوري 23rd, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې له طالبانو سره د خبرو لپاره روانو هڅو ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې د بريتانيى د ډيلې ټيلګراف ورځپاڼې په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې پدې اړه په جوړى شوې نوى طرح كې د طالب مشرانو او عادي طالبانو لپاره دوه جلا ستراتيژۍ په پام كې نيول شويدي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كيداى شي سعودي عربستان طالب مشرانو ته پناه وركړي، ځكه سعودي عربستان د طالبانو حكومت په رسميت پيژندلې و.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په لندن كې د جوړيدونكې غونډې اهدافو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې د لندن له غونډې نه يى هدف په افغانستان كې د غير پوځي اقداماتو د كچې لوړول دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د نړيوالو مرستو په لګولو كې د فساد مواردو ته په اشارې د ناټو د جكپوړو چارواكو په حواله ليكلي، چې په افغانستان د لوړې كچې څارنې ته اړتيا ده.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د لندن غونډې لپاره روانو تياريو ته په اشارې په سيمه كې د ترورزم په ستونزې بحث كړې او ليكلي، چې افغانان چمتو دي، چې په هيواد كې د امن د راوستلو مسؤليت په غاړه واخلي خو نړيوال بايد د ترورزم سيمه ايز او نړيوال اړخ ته متوجه شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د شتو ستونزو د حل لپاره د سيمه ايز تفاهم په رامنځ ته كولو ټينګار كړې او هغه يى له روان بحران نه د وتلو غوره لار بللې ده.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي كې په غټو ټكو كې د ولسمشر حامد كرزي د وينا دا ټكې خپاره كړي، چې په هره بيه، چې وي بايد په افغانستان كې سوله ټينګه شي.
ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي په حواله ليكلي، چې هغو وسلوالو ته، چې غواړي پخپله خوښه وسلې په ځمكه كيږدي كار، پيسې او امنيت وركولې كيږي.
ورځپاڼې د همد مخ په سر كې د امريكا د دفاع د وزير په حواله ليكلي، چې د طالبانو راتلونكې د طالبانو په لاس كې ده.
په ورځپاڼه كې د افغانستان روانې وضعې ته هم كتنه شوې او د امريكا د ځانګړي استازي په حواله ليكل شوي، چې افغانستان نن تر ممكنه حده په ښه حالت كې واقع دې.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره روانو هلو ځلو ته كتنه كړې او د سياسي كارپوهانو په حواله يى ليكلي، چې كه د طالبانو سياسي برخه ليك معلوم نشي، د سولې په اړه طرحې مانا نلري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو په خپلسرو عملياتو او پدې اړه شتو انديښنو ته په اشارې افغان دولت ته سپارښتنه كړې، چې د لندن په غونډه كې دا موضوع په جدي توګه پورته كړي.
ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې هم وركړې، كه دې مسئلې ته جدي پاملرنه ونشي نو ممكن په هيواد كې د سولې روان بهير ګډوډ او هيواد په يو لوى ناورين او بحران كې هيسار شي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس په خپله سرمقاله كې د طالبانو د بيا راستنولو په اړه روانو هڅو ته په اشارې ددې بهير د برياليتوب لپاره د دينې عالمانو د يوې نړيوالې غونډې د جوړولو غوښتنه كړې، څو پدې برخه كې يوه جامع فتوا صادره كړي.
خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د لوړو زده كړو د كيفيت لوړول د استادانو له سويۀ سره تړلې بللې او پدې برخه كې يى د جدي پاملرنې غوښتنه كړې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د سولې له بهير سره د طالبانو د يو ځاى كولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، كه په افغانستان كې د سولې او ديموكراسۍ په اړه فكر كيږي، نو طالبانو ته دې باج نه وركولې كيږي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره تر ټولو غوره لار د وسلوالو د اصلي ځالو ځپل ښودلي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ناټو د قومندان په حواله دا خبر هم وركړل شوې، چې د شپې لخوا د كورونو د تلاشۍ په اړه يوه نوى تګلاره اعلانيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024