کور / تازه خبرونه / د ګوانتانامو دوه بنديان الجزاير ته تسليم سول

د ګوانتانامو دوه بنديان الجزاير ته تسليم سول

د امريکا د عدليې وزارت اعلان کړئ چي د ګوانتانامو بي زندان دوه بنديان يې د الجزاير حکومت ته سپارلي دي.
د امريکا ولسمشر ژمنه کړې وه چي د ٢٠١٠ کال د جنوري تر ٢٢ نېټې به د ګونتانامو زندان د بي برخه وتړي خو لا تر اوسه هم خلاص پاته سوئ دئ.
امريکا دوې اونۍ دمخه د ګوانتانامو بي زندان څخه ١٣ کسه نور هم آزاد کړي وو چي څلور يې افغانان او نور يې د افريقايي هيوادونو اتباع وو.