کور / تازه خبرونه / بنګلدېش: د تبليغيانو ستره غونډه روانه ده

بنګلدېش: د تبليغيانو ستره غونډه روانه ده

د حج تر مقدسي فريضې وروسته دا په نړۍ کي د مسلمانانو تر ټولو ستره غونډه ده چي د دنيا له ګوټ ګوټ څخه اسلامي عالمانو برخه پکښي اخيستې ده.
د بنګلېدش حکومت وايي د تبليغي جماعت دا غونډه به درې ورځي روانه وي چي امنيت ته يې ټينګ تدابير نيول سوي دي.
د حکومت له خوا اته زره پوليس په رسمي او غير رسمي لباسونو کي ګزمې کوي، اتومات کېمري نصب سوي چي د خلګو تګ راتګ څاري.
د تبليغي جماعت دغه غونډه چي پلازمېنې ډاکې ته نيژدې د ټورګ سيند پر غاړه روانه ده د راپورونو له مخي د اوو څخه تر اتو لکو کسانو ګډون پکښي کړئ دئ.