کور / تازه خبرونه / ايران شپږ بهرنيان افغانستان ته راوشړل

ايران شپږ بهرنيان افغانستان ته راوشړل

دايران پوليسو دافغانانو دراشړلو په سلسله کې شپږ بهرنيان هم افغانستان ته راوشړل . دغه بهرني اتباع دبنګدېش هيواد اوسېدونکي دي او دامهال دنيمروز په مرکز زرنج کې مېشت دي ، دنيمروز چارواکو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې داافغانان دهرات ولايت له لاري ايران ته تليي وو خو نن دايران چارواکو راوشړل . دغه کسان دزرن] دښار لوېديځ ته پرلوى پله په داسي حال کې ولاړ وو چې هک پک پاتي وو او له مانه يې دمرستي غوښتنه کوله . ددوى له جملې څخه عبدالرحمان راته وويل چې دوى په قانوني ډول لومړى افغانستان ته راغلي اوبيا په قانوني ډول وروسته ايران ته تللي دي . ديادولو وړده چې ايران له خپلي خاوري په پرله پسې توګه افغان کډوال رااوباسي او داسلسله اوس هم دوام لري چې اوس يې په لړ کې دبنګلدېش هيواد اتباعو ته هم دافغانانو په سترګه کتل شوي او له ايرانه راشړل شوي دي .