کور / تازه خبرونه / ځانمرګي دوه ووژل دوه نور يې ټپيان کړل

ځانمرګي دوه ووژل دوه نور يې ټپيان کړل

دخيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې ځانمرګي بريد کونکي دوه کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي . ځانمرګى دامنيتي ساتونکو له پوستې سره نيژدې وچاودى . امنيتي چارواکو وويل چې دځانمرګي اصلي هدف دتېلو دتانکرونو الوزول وو خو هدف ته تر رسېدو وړاندي يې امنيتي ساتونکو مخنيوى وکړ او ده ځان والوزاوه. وژل شوي کسان دواړه ځايي امنيتي ساتونکي دي او له دوټپيانو څخه يوولسي وګړى دى .