کور / تازه خبرونه / په افغانستان کې يوخبريال په اعدام محکوم شو

په افغانستان کې يوخبريال په اعدام محکوم شو

دبلخ پوهنتون دژورناليزم پوهنځي ددرېيم ټولګي محصل او د ( جهان نو) ورځپاڼې خبريال کام بخش  درې نيمې مياشتې مخکې اسلام ته له سپکاوي ډکې مقالې د ليکلو په تور تورن دى، پرده تور لګېدلى چې  مقاله يې  له انترنټي پاڼې څخه ترلاسه او په محصلينو يې وېشلې ده ، دى دبلخ دملي امنيت رياست لخوا نيول شوى دى . دهغه ولايت لومړنۍ محاکمې خبريال کام بخش ته داعدام جزا اورولې ده خو دهېواد د ژورنالستانو مدافع بنسټونه او دهغه کورنۍ دغه حکم غير عادلانه بولي .