کور / z_buitenland_news -- 5 / کراچي:زوروراورولکېدو،دټول ښاراتفايې وغوښتل شوې

کراچي:زوروراورولکېدو،دټول ښاراتفايې وغوښتل شوې

دپاکستان په تجارتي ښار کراچي کې داور دلګېدو له کبله بده وېره خپره شوې ده ، اور دکراچي ښلر په صنعتي سيمه کې درنګونو دجوړولو په يوه کارخانه کې لګېدلى دى ، په دغه کارخانه کې په سلګونو کسانو کارکاوه خو دتولو له جملې څخه 5 کسان سوځل سوي چې د2 روغتيايي حالت داندېښنې وړ بلل شوى دى ، داور دوژلو لپاره دټولي کراچي څخه اتفايې ورغوښتل شوې دي خو لا هم قابو شوى نه دى ،دکراچي دپوليسو يوه افسر لراوبر ويپاڼي ته دتليفون پرکرښه وويل چې داور دکابو کولو لپاره دهوايي څرخي الوتکو غوښتنه هم شوې ده دده په وينا چې داپه دې وروستيو کې ترټولو بد اور دى چې په کراچي کې لګېدلى دى دپوليسو ددغه افسر په وينا چې له دروبرخو څخه داور دکابو کولو هڅي رواني دي . عيني شاهدان وايي چې اور ته په درې سوه متره کي څوک ځان نه شي نيژدې کولاى ، دااور دپاکستاني وخت سره سم پرشل کم درې بجې بل شو او تراوسه هم دوام لري.