کور / تازه خبرونه / څلوېښت زره ماشوان واکسين شول

څلوېښت زره ماشوان واکسين شول

په سويلي ولايتونو کي يخنيو اوواورو دپوليو په خلاف کمپاين کې خنډونه اچولي دي  دپوليو مسؤلين وايي چي دوي ته ستونزي ديخنيو له خوا جوړ دي په تېرو دوو ورځو کي په کندهار کي څلويښت زره ماشومان واکسين شوي دي چي عمرونه يې له پنځو کلونو کښته دي داحبره لراوبر ويپاڼي ته دکندهارله هوايي ډګرڅخه رالېږل شوې خبر پاڼه کوي او ليکي چې ستونزمني  سيمي په کندهار کي ميوند ولسوالي اودهلمند اودنيمروز ځيني برخي دي پوليو بده ناروغي ده او دانسان ژوند ته خطر پېښه وي او اوس ډير مشران پوهيږي ځکه داکمپاين کي ډيره مرسته کوي – دواکسين چارواکي وايي چي اته ويشت بېلابېلي سيمي دي چي هلته دپوليو کارکونکي نشي تلى .په سيمه کي دي خلګ خپل ماشومان واکسين کړي . سويل لوېديځ ولايتونه هغه سيمي دي چې اوس هم دګوځڼ ناروغي پکښي پاتي ده نړۍ واله ټولنه او افغان حکومت هڅه کوي چې ددغه ناروغۍ مخه ونيسي .