اډمیرال ویلیم فالن:خوښ يم چې افغان پوځ تکړه شوى

34 | جنوري 23rd, 2008


دافغانستان له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې دافغانستان ددفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او ستر درستيز بسم الله خان دامريکا دمتحده ايالاتو دپوځ له عمومي قوماندان اډمیرال ویلیم فالن سره ليدنه وکړه. په ليدنه کې  اډمیرال ویلیم فالن وويل چې خوښ دى چې افغان پوځ په خپل مټ دعملياتو دکولو توان موندلى او تکړه شوى دى . ده همداراز وويلا چې دپوځ دتکړه توب لپاره ښايي خپلو مرستو ته دوام ورکړي . دامريکا متحده ايالات او دناټو ځيني غړي هيوادونه په افغانستان کې دافغان پوځ سره په بيا جوړېدو کې مرسته کوي. 

Copyright Larawbar 2007-2024