د پښتنو ګاندي

  دالمان   دري  ځت ټلویزیون  د غفور زمانې له ټلویزیونې  فلم  څخه


ژباړڼ   : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ


 


 د جنګ  په هیواد کې سوله پال ِغورځنګ


څنګه چې خلک په اروپا کې له اسلامیزېشن څخه   په ویره کې دي، بیا په اسلامي هیوادو کې خلک د خپل ژوند په بیه د طالبانېزېشن  پر وړاندې مبارزه کوي .  دوی اکثرآ  له مخورو پېژندل شویو په دودیز  ډول له سیاسي روڼ اندو کورنیو څخه  دي . لکه بینظیر بوټو،له پېښور څخه بشیر خان بلور ، دی  د افغانستان او پاکستان  ترمنځ  په سرحدي سیمه کې د یو ستر سیمیز سوله پال غورځنک مشر دی . د ده ستر ارمان  د اسلام سپیڅلې دین امن او د عدم تشدد  يا  ( بې وسلې جهاد ژباړن  ) ترمنځ تړو رامنځته  کول او پلې کول  دي  .


ان د ده ماما له مهاتما ګاندي سره یوځای  د برتانوي  ښکیلاکګرو یا کولونیالیستانو پر وړاندې سولیز لاریونونه او پروتستونه  تنظیم کول  .نن د هغه خوریۍ  د هغو تندلارو پر وړاندې مبارزه کوي  کوم چې ښوونه، روزنه او کلتورلمنځه وري . د خیبر درې دهسکو اوټیټو سمڅو ډبرینه  لار  د هند نیمې وچې او مرکزي اسیا ترمنځ د ټګ او راټګ یوه خورا مهمه  لرغونې لار  ده . دنن څخه ۳۵۰۰ کاله وړاندې له همدې لارې څخه اریایې ولسونه د هند شمال  ته کډوال شول . اټکل ۳۰ میلیونه پښتاته  نن د ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدې کرښی په دواړو خواو کې  په  افغانستان او د پاکستان  په  پولو  کې ژوند کوي  . جګړو د خلکو ژوندپه دغه قبایلې نیمه خپلواکه  سیمه  پښتونستان کې ډیر اغیزمن کړي دی .


د نړۍ  تر ټولو ګواښمنه سیمه


د وسلو تولیددلته له  نورمال  لاسي صنایعو څخه ګڼل کیږي  . په خوا به  یواځې ټوپک او شمشیر یاساتوي جوړیدي  .نن  د کلاشینکوف  له درجنوڅخه نیولې بیا تر توغندیو،توپونو پوري  وسلي جوړیږي . دلته وسله  یا ټوپک  د سړې  له منل شویو اړینوګاڼې  څخه ګڼل کیږي . د دغو قبیلو دښمنیزه انځور تل بدلیږي . لودیځ ته دغه انځور سم  جوت نه ښکاري ، دوی ته دغه سیمه  یوه  خاصه او خالقلاده سیمه بریښي چې اوس د طالبانو مرکزي اود القاعدې ځاله  ګرځیدلې ده  . قبایلې سیمه نن د نړۍ  له ګواښمونو سیمو څخه ګڼل کیږي  .


د پېښور ښارڅخه قبایلوخوا ته د وتلو د یوسړک په لوحه باندې لیکلې شوي دي،،د بهرنیانو ننوتل منع دي،،  . پخوانې ګارنیزیوني  ښار پېښور  اوس د پښتنو پلازمېنه او مرکز دی . له همدې ښار څخه لودیځوالو زبر ځواکو پوځونو  ډیري جګړې پر مخ بیولې دي . دوی په خوا د روس  شاهې تزارې دولت په وړاندې، بیا ورسته په افغانسان کې د کمونستانو  په وړاندې   جګړې  کړي دي . نن بیا په پېښور کې اسلامیستان حکومت کوي .


هر چا چې په هر نام  د بینظیر بوټو د وژولو سره  د لودیځ اغیزه دلته بنده وله ، هغه یو تندلارې  د پښتنو له دینې مدرسو څخه جذب کړي و . ظاهرآ  د بنسټپالو او منځلارو مسلمانانو ترمنځ  توپیر نه لیدل کیږي . ځکه جومات ته  پنځه ځله  دورځنې لمونځه  لپاره تګ  پر ټولومسلمانانو فرض دی . مهمه خبره دا ده چې د څه شي تبلیغ  ماشومانو او تنکې ځوانانو ته کیږي  . ماشومان  په پنځه کلنې کې مدرسې ته ځې،په دوولس کلنې کې لکه یو ژڼې ځوان په شان چلن ورسره کیږي . دژڼېتوب علامې  په ډول  ملأ  دوی ته د طالبانو پګړې ورپه سر کوي . جنکې او ښځي له دغو مراسمو او رتبو څخه  بهر پاتې کیږي ځکه دوی طالبان کیدای نه شي . 


یوو پښتون  د ګاندي سره د سولې لپاره مبارزه کوله 


د پاکستان په کتابپلورنځیو کې د پښتنو په اړه او د پښتنو دخپلواکې او جهادي جګړي په اړه  د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې  کتابونه ډک دي . په کتابو کې کله د پښتنو درنښت  شوي، ځکه دوی پرخپل هیواد مین  خلک دي او یاځکه چې دوی له کمونستانو سره جنګیدلې دی  .کله بیا د خونړیو جنګې ترهګرواو دهشتګردوپه نامه ياد شوي دي . پاکستانیان  په پیغور کې وایي، پښتانه په ځاې د دې چې  دلودیځوالو سره خواخویږي  وکړي ، دوی له خپلو عربي ورونو سره  خواخوږي کوي .


 د  درستې نړۍ له  سترومخورو هیوادو څخه سر تیرو، افسرانو،جهاديانو  خپلي جګړیزي تجربې او اړکې  له  پښتنو سره په خپلو ورځنیو کتابونو کې لیکلې دي . په ټولوکتابونو کې  د جګړې پرموضوع لیکلنې شوي دي . یواځې په یوه کتاب کې په نامه  د،،یو بې وسلې پښتون ،،  بل څه لیکل شوي دی . دغه کتاب د سولې غورځنګ په اړه لیکل شوي او لیکې چې ټول پښتانه جګړه  خوښوونکي  نه دي . دنن څخه  سل کاله په خوا د پښتنو په منځ  کې یو سړی و،چې هغه د ګاندي  سره څنګ په څنګ  خپلواکې او ولسواکې لپاره په سولیزو توکو باندې د انګریزې کولونیال ځواک پر وړاندې مبارزه کوله . د هغه نوم خان عبدالغفارخان دی . خپلواکې، تعلیم او پوهنه د ده له سترو سپیڅلو ارمانونو څخه ګڼل کیده . دی د پښتنو ګاندي  په نوم مشهور شوي . کتاب پلورونکې وايي ، په دغه کتاب کې دیو بې وسلې پښتون تاریخ لیکل شوي  دی، چې ده د یو سیاسي غورځنګ مشري کوله . دوی هېڅکله  د تشدد  یا وسله والې  مبارزې  لاره خپله نه کړه . کتابپلورونکې وايي ،موږ  دلته له دووسو څخه ډیر کتابونه د پښتنو او افغانستان په اړه لرو.که څوک پر دوی  یرغل وکړې بیا دوی دخپل ځان څخه د دفاع حق لري . پرته له دې پښتانه یو امن پال او سوله پال ولس دی . دجګړې او ترهګري سر بیره دلته د ګاندي  اراده او میراث لا ژوندي دي . له دریو څخه یوه برخه پښتانه  له دغه د سوله پال غورځنګ سره مرسته کوي  . د پېښور ښار په یوه بنګله کې دسوله پال غورځنګ یو مخور مشر اوسیږي . دی بشیرخان بلور د عبدالغفارخان  خوریۍ دی . د هغه بنګله دیو مډرن  شتمن قبا یلې مشر ژوند ښیې . دی  داسلامي  حقوقو له  پوهنځي څخه فارغ شوي دی . دی په همدې برخه کې  تل خلکو ته د پوهاوي لکچرونه  ورکوي . بشیربلور وایي ، داسلام سپیڅلې دین په دې مانا نه دی چې له خلکوڅخه لاسونه غوڅ کړه، سنګسار یې کړه او یا نورخلکو ته د ترهګري روزنه ورکړه . د اسلام سپڅلې دین د یو دولت تولنیز ژوند ته وده  او پراختیا ورکوي . اسلام په دې مانا چې  له بې وزلو ،کمزوري او محکومو مظلومو خلکو سره مرسته وکړئ  .


 په پاکستان کې  د دغې سوله پال غورځنګ د فعالیتونو په اړه استخبارتو یا څارګرې ادارې  ته  ان  د سټلایټ ټیلفون له لارې  هم کره راپورونه  ورکول کیږي .په هرې  برخه  کې دا اسلامي بم د چاودیدوپه لور ټک ټک کوي .


 د بشیر بلور د مرستو پروګرام او فعالیتونو څخه یوه داهم ده چې له ښوونځیو څخه لیدنه کتنه وکړي . دغې سوله پال غورځنګ مقام ،ګرانښت  او ډادمنتوب ته دبشیر بلورخان شان اوشوکت  د پښتونو په منځ کې نوره ګټه رسولې ده . دا غورځنګ  د نورڅخه نسبتآ ښه او ډادمن امنیت پښتنو ته وړاندې کوي .  د پښتنو په منځ کې منل شوي ګوند دی . د هغه عوامي نېشنل ګوند یواځنې نا مذهبي ګوند دی . دا ګوند د جګړې مخالف ګوند دي . دپېښور په ښار کې اوس هرڅوک په دې خبره  پوهیږي . د ګوند له مهمو چارو څخه یوه داهم ده چې په مسلسل ډول د پېښورښار واټونو ته سولیزه لاریونونه راوباسې لکه  څنګه چې ګاندي او د هغه ماما خان عبدالغفارخان  له خلکو سره په واضع  او په عام ډول د دوی د کړکیچونو په اړه خبرې اترې وکړي  .


کلتوري وده  د اسلامیزم پروړاندې یوه   ډیره ښه نسخه  


بلور خان او د هغه ملګرې ډیر پلانونه لري ،په دې نږدې   راتلوونکې کې  دیو تیاتر یا نندارې او د ښکلاهنرونو ښوونځۍ بنسټ باید کیښودل شي . د پېښور اسلامي حکومت ډیرومډرنو کلتوري   چارې ته عمدآ پام نه کاوه . بلور بیا کلتورې ودانې او کلتورې ځایونه داسلامي  بنسټپالو  مبارزې  پروړاندې یو ښه بدیل بولې . د بینظیر بوټو له وژلو څخه ورسته بیا تر ننه د هېڅ کومی سولیزې غونډې  یا لاریون راوتو له پوځې او پولیسي ځواک  څارنې څخه پرته  تصورهم نه کیږي . دغه سوله پال غورځنګ  له لسګونو کالونو څخه د خپل فعال سیاسي ټولنیزو چارو سیاست له امله  په ډیرو کورنیو او د ښار په  ډیرو برخو کې دخلکو  و ټونه  یا راېي  ګټلې دي .        له همدې امله بشیر خان  بلور یو  بریالې سیاسي چارواکې ګرځیدلې دی . دی لانوره په خلکو ګرانیږي . له هغو ښوونځېو څخه چې ده لیدنه ترنه وکړه له دینې مدرسو سره توپیر لري . په دغه ښوونځیوکې مظامین لکه الجیر،فزیک او انګریزې د زدوکړې په پلان کې شامل دي . 


 بشیر بلور وايي اصلې پرابلم پوڅ دی . حکومت ډیرې پېسې پر وسلو او دفاع چارو باندې لګوي، چې روغتیا او ښوونې او روزنې ته هېڅ نه پاتې کیږي . په مدرسو کې یواځې مذهبي زده کړه ورکول کیږي . دوی له زده کوونکو څخه طالبان جوړوي . موږ بې وزلوماشومانو سره مرسته کوو،له دې سره دوی یوه  ډیره ښه بنسټیزه عمومي پوهه ترلاسه کوي .ښایې  دوی به لوړوزده کړو ته لاره و نه مومي خو د خپل هیواد ښه وګړې به اوسي .        د المان فدرالې جمهوریت هم له دغه سوله پال غورځنګ سره مرسته کوي . دا پښتني سولیزه غورځنګ ته به ډیره ګرانه وي چې د اسلامي  بنسټپالوسره  سیاسي مبارزه وکړي . بشیر خان بلور ته  یو ډیر اوږ د مارش مخې ته پروت دی ترڅو چې د ګاندي میراث  پلې  او خپور کړي .