کور / نثر / په نړۍ کې هېڅوک هم د کال ۳۶۵ ورځې بوخت نه وی

په نړۍ کې هېڅوک هم د کال ۳۶۵ ورځې بوخت نه وی

ژباړن : محمد رفیع واکمن
منبع : انټرنیټ

په ممبي کې یو زوړ سړي خپل زوی ته په نیویارک کې ټیلفون وکړ:
پلار: زویه زما نه خوښېږي چې ستاسو ورځ خرابه تېر شي، مګر زه مجبور یم چې تاسې ته ووایم چې زه او ستاسو مور له یو بل نه طلاق اخلو او خپل ۳۵ کلن واده ته د پای ټکی اږدو او همدومره بدمرغی مو بس ده.
زوی: په لوړ غږ سره وویلې پلاره دا ته څه وایې؟
پلار: مونږ نور نو نه شو کولای د یو او بل تر څنګ پاتې شو او یو بل ووینو، مونږ نور د یو بل څخه بېزاره شوې یو او حتا زه بېزاره یم چې د هغې په اړه خبرې وکړم، تاسې خپلې خور ته په هانکانګ کې خبر ورکړي.
ددې خبر له اورېدو سره زوی یې ډېر عصباني او نژدې و چې له قهر څخه وچوي، خو خپلې خور ته یې خبر ورکړ.
خور یې چېغې کړې او وویلې زه نه پرېږدم چې داسې وشي او دوی په ډېرې اسانۍ له یو بل نه طلاق واخلي او بېل شي.
لور یې سمدستي ممبي ته ټیلفون وکړ، په ژړغونې غږ پر پلار غصه شوه او ورته یې وویلې چې زما د رسېدو پورې تاسې داسې کوم کار نه کوي، ایا پوه شوي؟ زه به اوس خپل ورور ته ټیلفون وکړم او سبا ته به مونږ ممبي ته در ورسېږو.
د هغوی پلار ټیلفون پرې کړ، خپلې مېرمنې ته یې مخ واړوه او وویلې: ګرانې زمونږ پلان کامیابه شو، د خپل واده کالیزې ته تیاری ونیسه ځکه زمونږ بچیان سبا ته راځي.

یادونه:
په رښتیا هم هېڅوک هم د کال ۳۶۵ ورځې بوخت نه وي، او اسمان به را ونه غورځېږي که چېرې تاسې څو ورځې رخصتي واخلۍ او خپلو کورنیو او دوستانو سره وګوری او پاتې شی.
ځکه په ژوند کې دفتري کارونه او د پیسو را ټولول هر څه نه دی