کور / تازه خبرونه / حامد کرزى مخ پر اروپا روان سو

حامد کرزى مخ پر اروپا روان سو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن تر غرمې دمخه د اروپا په سفر وخوځېدئ.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى به دوې ورځي په ترکيه کي پاته سي، هلته به د افغانستان، پاکستان، اېران او ترکيې هيوادونو په غونډه کي برخه واخلي.
ولسمشر کرزى به د جنوري پر شپږويشتمه د پاکستان د ولسمشر آصف زرداري او د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره دوهمه غونډه هم وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له حامد کرزى سره په دې سفر کي لوړ پوړي وزيران ملګري دي، چي د ترکيې تر غونډو وروسته به د جنوري پر ٢٧ –مه په المان کي د دغه هيواد له لومړۍ وزيري انجيلا ميرکل سره وګوري او تر هغه وروسته به په لندن کي د افغانستان په هکله د جوړېدونکي کنفرانس دپاره انګلستان ته روان سي.