کور / تازه خبرونه / کرکيټ: افغانستان آيرلنډ ته سخته ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان آيرلنډ ته سخته ماته ورکړه

د افغانستان د غټانو کرکيټ ملي لوبډلي په سريلانکا کي د آيرلنډ هيواد ته په څلور ورځنۍ لوبه کي سخته ماته ورکړه.
د سريلانکا څخه لراوبر ته رسېدلى تازه خبر وايي چي افغان ځوانانو په څلور ورځنۍ لوبه کي د آيرلنډ هيواد ته په اوو ويکيټونو باندي ماته ورکړه.
اېرلنډ په لومړۍ ورځ افغانستان ته ٤٠٥ او په دويمه ورځ ٢٠٢ منډي هدف ټاکلئ و چي افغانستان په لومړۍ ورځ ٤٧٤ او دوهمه يې ١٣٧ منډې وکړې چي فقط درې لوبغاړي يې وسوځېدل.
د دې لوبي ښه لوبغاړى دولت خان احمدزى ګڼل سوئ چي سر پر سر پنځه آيرلنډي لوبغاړي يې سوځولي دي.
افغانستان په ٢٠٠٩ کال آيرلنډ ته په يوه ورځنۍ لوبه کي هم ماته ورکړې وه.
د کرکيټ په لوبه کي آيرلنډ يوه پياوړې لوبډله ګڼل کېږي چي د درې ځله پرله پسې د څلور ورځنيو لوبو د اتلولۍ جام ګټلى دئ.
افغانستان تر دې دمخه له د زيمبابوې سره څلور ورځنۍ لوبه مساوي کړې وه، خو د هالنډ څخه يې بيا ګټلې وه. د آيرلنډ څخه د لوبي په ګټلو افغانستان په درو لوبو کي د ٤٣ نمرو په لرلو د جدول په سر کي ځاى لري.

د لر او بر ويبپاڼي ټول همکاران افغانانو او د ملي لوبډلي غړيو ته ددې بري مبارکي وايي.