د کندهار پر میدان راکټی حمله ، د یو برتانوي قتل

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 24th, 2010


د بلغاریا « نووی نایټ » شبکې خبر ورکړ چی نن طالبانو د کندهار پر هوایی ډګر په داسی حال کی راکټی حمله وکړه چی د بلغاریا د دفاع وزیر ( نیکولای میلادینوف ) هلته ورغلی و . دغه راکټ د وزیر د اوسېدو د ځای څخه ۲۰۰ متره لیری ولګېد خو هغه بچ سو مګر څلور بلغاریایی پوځیان سخټ ټپیان سول چی یو یې د کوما په حالت کی دی .
د یو بل خبر له مخی چی « سکای نیوز » ورکړ ، ویل کیږی چی نن د هلمند په سنګین کی یو برتانوﺉ عسکر په داسی حال کی ماین والوزاوه چی د پروني برتانوي وژل سوي پوځي لپاره د احترام مراتب پر ځای کېدل . دا د برتانوي پوځ ۲۵۱ م عسکر دی چی په افغانستان کی وژل کیږی .

«

Copyright Larawbar 2007-2024