کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه د طالب مشرانو نومونه له تور ليسته باسي

ملګري ملتونه د طالب مشرانو نومونه له تور ليسته باسي

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کاى آيډي ويلي ملګري ملتونه به د طالب مشرانو ځيني نومونه د خبرو اترو د پيل په موخه له تور ليست څخه وباسي.
کاى آيډي يوې امريکايي رسنۍ ته ويلي د امريکا حکومت ته يې وړانديز کړي چي په ګوانتانامو زندان کي د ٧٥٠ افغان بنديانو پر قضيو هم ژر تر ژره غور وکړي، چي د طالبانو ځيني پېژندل سوي مشران هم پکښي شامل دي.
د ملګرو ملتونو استازي ويلي اوس په افغانستان کي د سولي د راتګ او مذاکراتو د پيل دپاره تر ټولو ښه وخت دئ، ځکه چي په ټولو ښکېلو اړخونو کي د سولي خواته تمايل ډېر سوئ دئ.