پښتونخوا: پنځه ويشت دکانونه د اور خوراک سول

34 | جنوري 25th, 2010


د پښتونخوا د مرکز پېښور په صدر بازار کي د برېښنا د تکان له امله اور بل سوئ چي له امله يې ٢٥ دکانونه سوځل سوي دي.
د پېښور پوليس وايي د اور له امله يو هوټل او درې دکانونه بېخي له منځه تللي، خو اور سيمي ته د اطفائيې په رسېدو سره قابو سوئ دئ.
د پېښور د تجارانو ټولني ويلي د دې اور له امله دوه ميليارډه پاکستانۍ کلداري زيان اوښتئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024