کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د لوى قومندان په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې جګړه بس ده نور نو سياسي حل لارې ته اړتيا ده او كيداى شي طالب مشران په راتلونكې كې د افغانستان د حكومت يوه برخه شي.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت د پخلاينې طرحې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ولسمشر كرزې به د لندن په غونډه كې ددې طرحې د پلي كولو لپاره له نړيوالې ټولنې څخه شاوخوا يو ميليارډه ډالره وغواړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ځينو هغو كړيو دريځ څيړلې، چې په افغانستان كې د جوړجاړي له روان بهير سره مخالفت ښۍ او ليكلي، چې دغه كړۍ، چې د ولسواكۍ او بشر د حقوقو تر شعار لاندې ډالري امتيازات اخلي سوله او ارامي د خپلو دغو امتيازاتو له لاسه وركول بولي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په تركيه كې د افغانستان په اړه په جوړيدونكې سيمه ايزې غونډې بحث كړې، چې ټاكل شوې نن پرانستلې شي او ليكلي، چې سيمه ايز تفاهم او همكاري د ستونزو د حل اغيزمنه لار ده.
ورځپاڼې په دوام كې د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه كړې، چې له دې موقع دې پراخه ګټه پورته كړي او د سيمه ايز تفاهم د رامنځ ته كولو لپاره دې عملي ګامونه پورته كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د مركزي حكومت د پياوړې كولو په موضوع بحث كړې او هغه يى د نظام د ټينګښت لپاره ضروري بللې دې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د ناټو د لوى قومندان د څرګندونو ځينې برخې راخستي او ليكلي، چې دى هيله مند دې، چې ددوى متحدين به د لندن په غونډه كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه يو غوڅ دريځ خپل كړي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان د روان جنګ په اړه د روسيى د ځينو پخوانيو پوځيانو نظرونه هم خپاره شوي او د هغوى په حواله ليكل شوي، چې امريكا او ناټو بايد پوه شي، چې نشي كولې په افغانانو بريالي شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف روانه مبارزه څيړلې او ليكلي، كه څه هم ظاهرا ځينې پرمختګونه په سترګو كيږي، خو بنسټيز كار ندې شوې او د ورځپاڼې په وينا د هغې اساسي علت د افغان
دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ نشتوالې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له ديني عالمانو څخه غوښتي، چې د انتحاري حملو په وړاندې، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره د غير مسلمانه جاسوسي ادارو لخوا د اسلام د بدنامولو لپاره كيږي يو غوڅ دريځ خپل كړي.
ورځپاڼې په دوام كې دا باور څرګند كړې، چې پدې اړه د علماو يوه جامع فتوا به د ځان وژونكو حملو په كمولو كې ځانګړې رول ولوبوي، ځكه د ورځپاڼې په وينا ځينې هغه كسان، چې له ديني احكامو څخه په سمه توګه خبر ندي ممكن له دغه حرام عمل نه لاس په سر شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د لندن راروانه غونډه څيړلې او ليكلي، چې د نړيوالې ټولنې او د بريتانيى د لومړي وزير اساسي موخه داده، چې حامد كرزى خپلو مسؤليتونو ته متوجه كړي، څو خپله اداره له فساده پاكه او نړيوالې مرستې په شفاف ډول ولګوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې له افغان دولت نه د ملګرو ملتونو په هغې غوښتنې بحث كړې، چې له تورلسټ څخه د يو شمير طالب مشرانو د نومونو د ويستلو لپاره شوې او هغه يى د پخلاينې لپاره لومړنې ګام بللې دې.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د لندن غونډه د افغانستان په روانو حالاتو خورا زياته اغيزه لري او د هغې پريكړې به د افغانانو په ژوند د پام وړ اغيزې ولري.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امونيم نايټرايټ په سرې د افغان دولت په وروستي بنديز تبصره كړې او ددې ترڅنګ يى، چې دا اقدام د بمي بريدونو د كمولو لپاره اغيزناك بللې ليكلي، چې د وسلوالو د بمي بريدونو د وړتياو د له منځه وړلو لپاره بايد زياته هڅه وشي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د چاپيريال ستونزې انځور كړي او پكې د ځنګلونو اهميت ته په اشارې دا ښودل شوي، چې د هرې ونې په پرې كولو سره د چاپيريال د ككړتيا او نورې ستونزې زياتيږي.