کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه د طالب مشرانو ليست غواړي

ملګري ملتونه د طالب مشرانو ليست غواړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پرون ناوخته د يوې خبرپاڼي په خپرولو وويل، چي د ملګرو متلونو سازمان د هغو طالب مشرانو ليست ځني غوښتئ چي بايد نومونه يې له تور ليست څخه و ايستل سي.
د افغانستان حکومت د طالبانو سره د سولي نوى پلان جوړ کړئ چي پکښي د طالب مشرانو د تور ليست څخه ايستل او د هغوى ضبط سوي شتمنۍ بيرته ورکول پکښي لازمي ښودل سوي دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ويلي افغان حکومت دي رسماً دوى ته د هغو طالب مشرانو يو ليست وړاندي کړي چي دوى يې له تور ليست څخه د نومونو ايستل غواړي.
افغان حکومت وايي تر هغو چي د طالبانو د مشرانو نومونه په تور ليست کي شامل وي ښايي هغوى هيڅکله خبرو ته حاضر نسي.