د تور ليست ٥٠٠ کسانو څخه ١٤٢ طالبان دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 26th, 2010


د ملګرو ملتونو له خوا په تور ليست کي د شامل کړل سويو کسانو له منځه ١٤٢ تنه افغان طالبان دي چي ولسمشر کرزى يې له دې ليست څخه د ځينو کسانو د ايستلو په هڅه کي دئ.
دغه ليست چي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ٥٠٠ کسانو نومونه پکښي شامل دي پر سرونو يې په ميليونونو ډالره انعام ټاکل سوئ دئ.
د ملګرو ملتونو په تور ليست کي زياتره هغه کسان دي چي يوازي له امريکايي سياستونو سره مخالفت لري او امريکا يې خپلو ګټو ته خطر ګڼي.

Copyright Larawbar 2007-2024