کور / تازه خبرونه / فرانسه: افغانستان ته نور پوځيان نه لېږو

فرانسه: افغانستان ته نور پوځيان نه لېږو

د فرانسې جمهوررئيس نيکولاى سرکوزي يو ځل بيا افغانستان ته د نورو عسکرو له لېږولو انکار وکړ.
داسي ښکاري چي افغانستان ته د ٣٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو له راتګ سره د امريکا له خوا د ناټو پر غړيو هيوادونو فشار زيات سوئ او وار په وار د نورو عسکرو د رالېږلو هيله ځني کوي. خو د فرانسې ولسمشر وايي افغانستان ته به نور فرانسوي پوځيان ونه لېږي.
نيکولاى سرکوزي په يوه مرکه کي ويلي فرانسه حاضره ده چي د افغانستان د پوځ او پوليسو دپاره روزونکي ولېږي خو له افغانستان څخه به خپل مېشت پوځيان هم ور ونه غواړي.
سرکوزي ويلي که ناټو افغان جنګ وبايلي د پاکستان اټومي وسلې به د تندلارو لاسته ولوېږي چي له امله به يې د ټولي نړۍ امنيت له خطر سره مخ سي.