د زدكړي نظريه Theory of Learning " /> د زدكړي نظريه Theory of Learning " /> د زدكړي نظريه Theory of Learning " /> د زدكړي نظريه Theory of Learning " /> د زدكړي نظريه Theory of Learning – لراوبر ویب پاڼه

د زدكړي نظريه Theory of Learning


1. زده كړه هغه با مقصده شعورى فعاليتونه دي. چې يو حيوان يا انسان يې تر سره كوى. او ددغو فعاليتونو په پايله كې د هغه په سلوك كې نسبتا دوام داره تغير راځې. او يا په نورو حالاتو كې نوي سلوك كسبوى.
2. د زده كوونكى په سلوك كې نسبتا ثابت او بالقوه تغير زده كړه بلل كېږى.



د زده كړى معادله Learning Formula


KF ₌ KP1 + A2 + M3 + O4

























نوى زده كړه يا راتلوونكې پوهه


Future Knowledge  


1 KF


فعلى يا اوسنۍ پوهه


Present Knowledge


2  KP1


استعداد يا قابليت


Ability


3 A2


هڅونه يا تشويق


Motivation


4 M3


فرست، مواقع يا شرايط


Opportunity


5 O4


 




· استعداد (Ability) : په انسانانو كې زده كړه قابليتونه فرق لري. يو عالم شپږ عمده قابليتونه داسې پيشنهاد كړي دي.
1. د حافظې قابليت
2. د استدلال قابليت
3. لفظى قابليت
4. عددي قابليت
5. د مكان يا فضا درك قابليت
6. د لغاتو او خبرو د تسلسل او سلاست قابلي
 
 
· هڅونه  (Motivation) : په انسان كې د يوه فعاليت د را هڅولو، تقويت، دوام، تنظيم او حالت ته هڅونه يا تشويق وايې.
تشويق يا هڅونه پر دوه ډوله ده
1. Intrinsic Motivation
2. Extrinsic Motivation
1. داخلى محركات (هڅونې): لكه لوږه، تنده، جنسيت او نور.
2. خارجى محركات (هڅونې): قوانين، مقررات، مكافات، مجازات، اصول او نور.
 
· مساعده زمينه او موقع  (Opportunity) : ښه بذرى تخم په ښه حاصلخيزه ځمكه كې ښه حاصل وركوى، مګر كه لازم حرارت، هوا او اوبه نه وي نو دغه ښه تخم هيڅكله ښه وده او انكشاف نه كوى.
د مثال په ډول: تاسو به ډير واړه او زاړه ليدلي وي چې د ښه استعداد خاوندان وي، خو بد بختانه كتاب، قلم، مكتب، ښوونځې، ښوونكى، وخت، ځاى، وسايل او شرايط نه لري. نو په داسې حالت كې دغه ښه استعداونه د هغه بذرى تخم په څېر راكد، بې ثمره او غړند پاته كېږي.