کور / تازه خبرونه / هندوستان د جمهوريت ورځ ولمانځله

هندوستان د جمهوريت ورځ ولمانځله

د هندوستان په پلازمېنه ډهلي او ټولو ايالتونو کي د دغه هيواد د جمهوريت يوشپېتمه کليزه ولمانځل سوه.
په پلازمېنه ډهلي کي د ٢١ توپونو په ايله کېدو، د ولسمشري پرتهيباپټيل او لومړي وزير من موهن سنګ مخته پوځي پرېډ د احترام مراتب په داسي حال کي ترسره کړل، چي په هوا کي د جنګي الوتکو له خوا بدرګه کېدل.
تر پوځي پرېډ وروسته د هندوستان د بېلابېلو قومي ګروپونو چي خپل دوديز کالي يې اغوستي وو، په بدلو او ايشلو د خپل کلتور نمايش ورکړ.
په دې مراسمو کي د جنوبي کوريا ولسمشر مائي ينګ باک د مشر مېلمه په حيث برخه اخيستې وه.