" /> " /> " /> " /> سريلانکا: د جمهوري رياست انتخابات پيل سول – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / سريلانکا: د جمهوري رياست انتخابات پيل سول video

سريلانکا: د جمهوري رياست انتخابات پيل سول video

د جنوبي آسيا په ناقراره هيواد سريلانکا کي د نوي ولسمشر د ټاکني بهير پيل سو او د حکومت په وينا ٦٨٠٠٠ امنيتي کسان يې د امنيت د ټينګښت دپاره ګومارلي دي.
د سريلانکا هيواد په ميليونونو اوسېدونکي نن د جنوري پر شپږويشتمه د جمهوري رياست انتخاباتو ته راووتل چي د اوسني ولسمشر مهندراجاپاکسي او پخواني پوځي جنرال سارتهـ فونيسکا ترمنځ روان دي.
سره له دې چي اوس هم د رايي اچوني بهير روان دئ، خو ولسمشر راجاپاکسي پر خپل برياليتوب باندي باوري ښکاري.
د انتخاباتو د څارونکي ادارې په وينا تر رايي شمېرني دمخه د کوم کانديد د بري اټکل سخت کار دئ او داسي ښکاري چي دواړه مشران سره برابر دي.
د سريلانکا د انتخاباتو څارونکي ادارې ويلي په دې ټاکنو کي به د اقليتونو پرېکړه برخليک ټاکونکې وي، چي تر ټولو غټ اقليت قوم د تاميليانو دئ.