کور / تازه خبرونه / اسلام آباد: د حريت کنفرانس مظاهره وکړه

اسلام آباد: د حريت کنفرانس مظاهره وکړه

د هندوستان د جمهوريت د ورځي په غندنه کي د پاکستاني کشمير د حريت کنفرانس په اسلام آباد کي احتجاجي غونډه او مظاهره وکړه او د جنوري ٢٦ – مه نېټه چي هنديان يې د جمهوريت د ورځي په نامه لمانځي يوه توره ورځ وبلله.
د حريت کنفرانس پر نړۍ والو ږغ وکړ چي د کشميري عوامو ږغ واوري او د هندي عسکرو له ظلم څخه يې وژغوري. وينا والو د غونډي پر مهال له خپل حق څخه په دفاع کي وويل، د هند ظلمونه به هيڅکله د دوى د خپلواکۍ جذبه مړه نکړي.