کور / تازه خبرونه / برتانيې او جاپان له طالبانو سره مرسته اعلان کړه

برتانيې او جاپان له طالبانو سره مرسته اعلان کړه

د برتانيې او جاپان حکومتونو د ولسمشر حامد کرزي د سولي له پلان څخه د ملاتړ په خاطر له دې پروګرام سره د ٥٠٠ ميليونو ډالرو د مرستي اعلان وکړ.
ټاکل سوې ده چي له دې پروګرام څخه به د جنوري پر ٢٨ – مه په لندن کي د نړۍ څه باندي ٦٠ هيوادونه هم ملاتړ اعلان کړي.
د برتانيې او جاپان حکومتونو ويلي دغه پيسې به د طالبانو له ليکو څخه راجلا سويو کسانو ته د کار او روزګار د برابرولو په لارو چارو کي ولګول سي.
بلي خواته د افغانستان د حکومت پر هغه وړانديز باندي هم په نړۍ واله کچه بحثونه روان دي چي مذاکراتو د طالبانو د جلبولو په خاطر يې د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ليري کولو په هکله کړئ وو.
خو طالبانو د نړۍ والو او افغان حکومت د دې وړانديز په هکله له مخکي لا ويلي چي دا د دوى په وړاندي يوه دسيسه ده او له مقاومت څخه د پيسو په ورکړه لاس نه اخلي، د سولي دپاره يوازنى شرط يې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل دي.