کور / تازه خبرونه / د ترکيې کنفرانس له طالبانو سره د سولي ملاتړ وکړ

د ترکيې کنفرانس له طالبانو سره د سولي ملاتړ وکړ

په استنبول کي د افغانستان، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو تر خبرو اترو وروسته د دې کنفرانس غړيو د افغان طالبانو سره د حامد کرزي د سولي له پلان څخه ملاتړ اعلان کړ.
په دغه کنفراس کي چي د جنوري پر پنځه ويشتمه او شپږويشتمه يې دوام وکړ پر افغان، پاکستاني او ترکي مشرانو سربېره د چين، روسيې، ترکمنستان، تاجکستان او اېران استازو هم ګډون کړئ وو.
د غونډي په وروستۍ ورځ حامد کرزي خبريالانو ته وويل د هغو طالبانو شمېر زرونو ته رسېږي چي له القاعدې سره تړاو نه لري او د افغانستان بچيان دي، دى به له هغوى سره خبري وکړي او د سولي بهير ته به يې ورګډ کړي.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى نن د جرمني له صدراعظمي انجيلا مرکيل سره وګوري او سبا ته ځان د افغانستان په هکله نړيوال کنفرانس کي د ګډون دپاره لندن ته ورسوي.