کور / تازه خبرونه / طالبانو امريکايي الوتکه وويشته

طالبانو امريکايي الوتکه وويشته

د شمالي وزيرستان طالبانو ميرام شاه ته نيژدې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې ده.
سيمه ايز خلګ وايي دغه الوتکه دوې ورځي دمخه په سيمه کي تر بمباريو وروسته طالبانو له مځکي څخه په نښه او لاندي راوغورځوله.
د الوتکي د لوېدو له امله يو کور ويجاړ سوئ چي د مرګ ژوبلي په هکله يې څه نه دي ويل سوي.
د بې پيلوټه الوتکي د لوېدو له امله نه امريکا او نه قبايلي طالبانو څه ويلي دي، خو د ميرامشاه پوليټيکل ايجنټ د پېښي څخه ناخبري وښوده.