کور / تازه خبرونه / هيلاري کلنټن د کرزي د طرحي ملاتړ اعلان کړ

هيلاري کلنټن د کرزي د طرحي ملاتړ اعلان کړ

د امريکا خارجه وزيري د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د هغي طرحي څخه ملاتړ اعلان کړ چي د طالبانو سره د مذاکراتو په هکله يې د لندن کنفرانس ته تياره کړې ده.
هيلري کلنټن د کاناډا په مونټريال ايالت کي رسنيو ته وويل د امريکا حکومت د حامد کرزي له پلان څخه ملاتړ کوي، خو په ځينو ټکو کي بايد کرزى وضاحت ورکړي.
آغلې کلنټن وايي د هر جنګ پاى سوله ده، نو ځکه د دوى هيواد هم د سولي طرفداري کوي.
مېرمن کلنټن د پخوا په څېر طالبان پر دوو برخو وېشلي، وايي يو هغه طالبان دي چي د کار او پيسو په بدل کي د جنګي کرښو څخه ملکي ژوند ته ستنېږي چي په دې هکله امريکا هيڅ تشويش نه لري. خو دوهمه برخه د طالبانو لوړ پوړي مشران دي چي د القاعدې سره تړاو لري، د دغو کسانو پخلا کول يوې اوږدمهالي سياسي اجنډا ته اړتيا لري او بايد وکتل سي چي کوم – کوم طالب مشران د افغانستان په حکومت کي برخي اخيستني ته زړه ښه کوي او د القاعدې څخه را اجلا کېږي.
د مېرمن کلنټن په وينا په دې هکله د پرمختګ توقع له وخت دمخه کار دئ، او د طالبانو دوهمي برخي پخلاکول د امريکا د عملي پاليسۍ مهمه برخه ده.