کور / تازه خبرونه / د لندن د کنفرانس په هکله د طالبانو اعلامیه

د لندن د کنفرانس په هکله د طالبانو اعلامیه

د طالبانو رهبري شورا په هغه اعلامیه کی چی رسنیو او خپرونو ته یې لیږلې ، ویلی چی د اوباما او براون تر مشرۍ لاندی جګړه پاله واکمنۍ غواړی د دې کنفرانس څخه خپل ولسونه په دې وغولوی چی ګواکی نړیوال د دوی سره دي . د افسوس ځای دی چی د امریکا په مشرۍ نیواکګر هېوادونه لا تر اوسه هم د ستونزی په نظامی حل باندی باور لری . . . خو د خلاصون بهترینه لار یې دا ده چی ټول اشغالی ځواکونه د افغانستان څخه ووزی . اعلامیه وایی چی مخکی هم دغسی کنفرانسونه جوړ سوي وو لکه د بُن ، پاریس او توکیو غونډی چی ځوږ او ږغ یې خورا لوړ ، مصرفونه یې خورا درانه مګر د افغانستان د ستونزی په هکله یې پایلي بې اغیزې او بی ګټي راووتې آن ستونزي یې نوری هم ډیري کړې دا ځکه چی هغه د افغانانو په واک او خوښه نه دي سوي .
اعلامیه زیاتوی چی : د لندن په کنفرانس کی هم که د افغانستان قضیې ته په سم او رښتوني ډول و نه کتل سی ، او د دې لپاره هڅي وسی چی په سیمه کی پوځی ، اقتصادی ، فرهنګی او سیاسی اشغال همیشنی او لا پر مخ لاړ سی نو دا غونډه به هم د تیرو غونډو په څیر د وخت له تیرولو او ځان غولولو پرته بل څه نه وی . اعلامیه په پای کی وایی چی طالبان د پیسو لپاره نه بلکی د الله او دهېواد د خپلواکۍ لپاره جنګیږی او د افغانستان د مشکل یوازینی حل دا دی چی نیواکګر پوځونه د هېواد اشغال پای ته ورسوی او بله هره لاره بې اغیزې ده .