کور / کیسه / آميدواره

آميدواره

اخ مړه شوم
د ښځې زوروره چيغه له خولې ووته او پرلپسي زگيروې يې شروع كړل ښځه له ډيره درده سره شنه اوښته،موټر كې چوپه چوپتيا وه چا خبري نه كولې يوازي د ښځي زگيرويو د موټر په خاموشه فظا كي اوريدل كيده موټر همداسي گړندي روان و، د موټر څخه خړې خاوري باديدي، موټر كي سپاره كسان خواشيني ؤ په څيرو كي يي د خوشالي نښي نه ښكاريدي سپارو كسانو كي دوه ښځې چې يوه يى ځوانه او بله بوډۍ وه پر شاتني سيټ كي وي چې
بوډۍ ښځه ناسته او ځوانه ښځه په سيټ كي نيمكښه پرته وه د بوډۍ پر زنگنو يى سر ايښي و او غلي غلي زگيروي يې كول
مخته سيټ كي دوه تنه نارينه ناست و يو ځوان چي د ټكسي ډرايور او بل هم سپين ږيرى سړى و،سپين ږيرى د بوډۍ خاوند او د ناروغي ښځې خسر و، موټر پر كنډ كپر سرك همداسي ورو ورو روان و،كړاپه يى ورو ورو اوريدل كيده ښه شيبه مزل يې وكړ د خپلې سيمې څخه اوس لرې ؤ شاتني سيټ څخه همداسي د زگيرويو غږونه اوريدل كيدل كله كله به د موټر د ښوريدو سره كراره چيغه ترې پورته شوه د هرې چيغې سره به د مخكني سيټ كې ناست سپين ږيرى كي د خواشيني نښي ښكاره شوي څيره كي به يى گونځي پيدا شوي د ښځي اواز هم ورو ورو علي كيده داسي مالوميده چي خوله يى وچه شويده او نور د زگيرويو او چيغو توان نه لرې مخكنې سيټ كې ناست سپين ږيرى هم په چورتونو كي لاړ و ،موټر څو ساعته مزل وكړ خو مركز ته لانه و رسيدلاي اوږده لار ورته پاتې وه، موټر له څو غونډيو تير شو او د هسكو عرونو په منځ كي په كراره كراره روان ؤ ټايرونو به خړي خاوري پر موټر راوشيندلې،، سرك هم كنډ كپر و،سرك كي لويي لويي كندې جوړي شوې وې، ډريور هم لاري ستړي كړي و ،ناڅاپه يى بريك وواهه د بريك سره سم سپين ږيرى د سوچونو لړۍ وشليده شونډي يې وخوزيدي او ويې ويل :
-څه وشول استاذه
-لاره بنده ده
-آوف خواره قسمته! اوس خو بله لار هم نشته چې ورڅخه تير شو او نه په شا تللاي شو
– خير دي حاجې صيب لږ انتظار به وكړو گوندي بهرنيان لار خلاصه كړي،
سپين ږيرى‎ ‎د موټر څخه راښكته شو د موټر يوه طرف ودريد
ددوي څخه ديرش، څلويښت متره اخوا د بهرنيانو د خړ خړ زغره وال موټر ولاړ و پكې سپاره عسكرغلي ناست ول د زغره وال موټرو پر سر ناست سرتيرې به كله ماشينه د غره طرف او كله د موټر پر طرف راتاو كړه سپين ږيرى سړې د موټر په خوا كي همداسې چوپه خوله ولاړ و، خواشينې يې لا هم پسې زياتيده د خپل مسافر زوي رسول خان د ميرمنې يې د زيږون وخت رانږدې ؤ ،د رسول خان د نارينه ماشوم د پيدا كيدو لوى ارمان و،
رسول خان به دوه ،دري كاله پس به له اماراتو څخه كور كلي ته راتلو،دري كاله مخكي يى واده كړي و خو لا تر اوسه يې اولاد نه درلود،تيركال يى هم د اولاد مړ پيدا شوي ؤ رسول خان واده په خپله خوښه كړي و د ولور پيسو پسي يي كلونه كلونه مزدورې كړې وه ميرمن پرې ډيره گرانه وه ،سپين ږيرى همداسې چورتې ولاړ و د بهرنيانو پر طرف به يى د لارې د خلاصون په نيت سترگې ورواړولي خو بهرنيان لا همداسې ولاړ و د لارې د خلاصيدو هيله ترې نه كيده، سپين ږيرى ته زوي ويلي و چي ميرمن يي خامخا بايد د مركز روغتون ته يوسي چي په ميرمن او اولاد مي څه ونشي ،
په موټر كي پرتي ښځې د چيغو او زگيرويو زور واخيست پر سيټ پرته ښځه د ډيره درده اخوا ديخوا خوځيده رنگ يى له تك تور اوښتي و،
نري نري خولي پري راماتي وي سر ته ورته ناسته زړي بوډۍ هم سترگې سرې وې ، د سترگو څخه يى نري نري اوښكي بهيدي،يو ساعت كيده چې لار همداسي بنده وه د بهرنيانو موټر بيخي د ځايه هم نه خوزيدل، د ښځي زورورو چيغو زور واخيست اندامونه يي سست شول د مخ رنگ يي سور شين شو،ساه يى لنډه لنډه كيده په ډيره سختۍ يي خوله وخوزيده
اخ مړه شوم ،پر سيټ پرتي ښځي سخته چيغه وكړه نور يى غږ ورك شو په موټر كي چوپه چوپتيا شوه سپين ږيري د موټر پر طرف ورمنډه كړه د كوچني ماشوم د ژړا غږ يي واوريدو څيره كي يي خوښي ښكاره شوه خو سپين ږيري خپلي نږور كي سترگي وگنډلي لاس يى پري كيښود
خو ساه پكي نه وه ددي فاني دنيا سره يى د تل لپاره خداي پاماني كړي وه _