کور / شعر / رښتيا

رښتيا

توري شپې به مو خدای کله را سهار کړي
دا غلیم به زموږ خدای کله تار په تار کړي
موږ ئي اخته کړي او اړ کړي په جګړو کي
باک ئي نسته که غلیم دتلومهال را ته اظهار کړي
توري ورځي توري شپې موسوې په برخه
چې غلیم راته کارونه پر خپل سر لکه بادار کړي
نه پوهېږم! نه پوهېږي؟ که پو هېږي؟
تاریخ به ئي کړي پوه هله، چې پرسر ئي ټکهار کړي
واوره ګوره وي هر کار تر سړي مشر
پیله وي ستونځمنه پاي به خدای لکه ګلزار کړي
وي! ویل کاته خو بیا اسانه و هر چاته
کړه دي زوره ور بیا هغه چاته چې دا کار کړي