کور / تازه خبرونه / افغان او بريتانوي مشرانو په لندن كي د محصلينو پوښتنو ته ځوابونه ويلي

افغان او بريتانوي مشرانو په لندن كي د محصلينو پوښتنو ته ځوابونه ويلي

وړاندي تر هغه چي په لندن كي د افغانستان په اړه نړيواله غونډه پيل سوي افغان او بريتانوي مشرانو په لندن كي د افغان او بريتانوي محصلينو سره كتلي.

د افغانستان د جمهوري رياست د رسنيو دفتر په يوه اعلاميه كي وايي چي په دغه ازاد بحث كي 40 افغان او بريتانوي محصلينو ګډون كړى و، او ولسمشر كرزي او د بريتانيا صدر اعظم ګورډن براون په افغانستان كي د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه ددغو محصلينو پوښتنو ته ځوابو وويله.

د لندن نړيواله غونډه چي تمه ده لږ وروسته به پيل سي، د شا او خوا 60 هيوادونو استازي به په كي ګډون وكړي او د افغانستان د روان كړكېچ د حل لاري چاري به په كي وڅېړل سي.

افغان دولت د نورو ځانګړو طرحو تر څنګ په دغه غونډه د وسلوالو طالبانو سره د روغي جوړي پلان هم وړاندي كوي.