کور / تازه خبرونه / بغلان:لس ګونه طالبانو مووژلې دي.(عبدالوکيل احساس).

بغلان:لس ګونه طالبانو مووژلې دي.(عبدالوکيل احساس).

افغان دولت د زوړاو نوې بغلان په سېمه کې د لس ګونو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعاکوي .
دشاهين د (٢٠٩ ) نمبر قول اردو قوماندان عبدالوکيل احساس وويل (دتيرې ورځې په عملياتو کې چې دسهار د ٩ بجونه پيل اوبيا ترماذديګره يي دوام درلوده د وسلوالوطالبانو څخه ١٠ تنه وژلې او ٧ يي ژوبل کړيدي .)
نوموړې زياتوي چې دغه عمليات يي په سېمه کې د سپيشل فرس ځواکونو پرمرسته ترسره کړيدي ،
احساس وايي : دګوږچنار، بوته شاخ اوقاضي کلۍ يي دطالب جنګياليو دشتون نه پاک کړيدي هغه داهم وويل چې په وژل شوو کسانو کې دطالب جنګياليو دسر کسان لکه طوفان ، شيخ نوروز او عبدالقهار هم شامل دي .
نوموړي ديوې پوښتنې په ځواب کې دوي ته داوښتې زيان په هکله وويل : چې يو پوځې ئي ټپۍ شويدي خوهغه دټپۍ دروغتيائي حالت په اړه څه ونه ويل خو له بل لورې دوسلوالو طالبانو وياند قارې ذبيح الله مجاهد بياوويل چې په همدغو عملياتو کې ئي دافغان دولت د دوه پوځې موټرو د الوزلو په پايله کې ٨ سرتيرې وژلې دي . خو هغه په دغه جګړه کې دخپلو دريو تنو ملګرو مرګ ژوبله هم تائيدکړه.
مجاهد زياته کړه چې دهواېې بمباردپه پايله کې ولسې وګړوته هم مرګ ژوبله اوړيدلې ده .
داپه داسې حال کې ده چې د همدې اونۍ په سرکې دبغلان ولايت دګردآب په امنيتې پوستې وسلوالوطالبانو بريد کړي وو چې په پايله کې ئي دپوستې يوتن ساتونکې وژلي او يو يي ژوندې له ځانه سره بيولې وو .

همايون بابر