کور / تازه خبرونه / کندز:١٦٤ زده کوونکيو په ٦ تحصيلې بروسونوکې ګډون وکړ.

کندز:١٦٤ زده کوونکيو په ٦ تحصيلې بروسونوکې ګډون وکړ.

دکندزښاردشيرخان په عالې ليسه کې دهندوستان هيواد ته په ٦ تحصيلې برسونوکې ددغه ولايت ١٦٤ تنو زده کوونکيوديوې ازموينې په ترسره کولوکې سيالې وکړه.
دکندز دښوونې رئيس عبدالمقيم حلميې وويل: ازموينه
ئي د آزاد رقابت پربنسټ اخيستې ده . اودهلکانو ترڅنګ انجونو ته ئي هم ونډه ورکړي ده .
هغه زياتوې چې په دغه ازموينه کې د دولسم ټولګيو هغه فارغانو ګډون کړي وو چې ٥٧ سلنې نمرې يي درلودلې .
خوله بل لورې ددغې ازموينې يوشمير ګډونوالو راته وويل چې د لوړوزده کړو وزارت کندز ولايت زده کوونکيو ته پوره سهميه په پام کې نه ده نيولې .
اوډيري زده کوونکې چې غواړې دهيوادنه بهر تحصيل وکړي ګوندې خپلو موخو ته ونه رسيږي .
هرکال دکندز دمرکزاو ولسواليو په شمول د ٢٠٠٠ نه بيا تر ٢٥٠٠ تنه زده کوونکې د دولسم ټولګيو نه فارغيږي چې ډيرې زده کوونکې دکانکور په ازموينه کې دخپلې خوښې پوهنځې ته دنه برياليتوب له امله د لوړو زده کړو څخه محروميږي . همايون بابر کندز