کور / تازه خبرونه / د كابل د بريښنايي بسونو د بياجوړولو هڅي پيل سوي

د كابل د بريښنايي بسونو د بياجوړولو هڅي پيل سوي

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت چارواكي وايي چي ډېر ژر به د چك هيواد څخه يو پلاوى د كابل د بريښنايي بسونو د بيا جوړولو لپاره افغانستان ته راسي.

دغه څرګندوني د ترانسپورټ وزارت سرپرست حميد الله بتاش باختر خبري اژانس ته كړي.
د كابل بريښنايي بسونه چي پخوا د چكسلواكيا په مرسته جوړ سوي و، د كورنيو جګړو پر مهال له منځه ولاړه.
د كابل د بريښنايي بسونو د بيا جوړولو خبري داسي وخت كيږي چي د كابل نفوس ډېر سوى او يوه منظم ښاري ترانسپورټ ته اړتيا لري.