د كابل جلال اباد پر لاره په ترافيكي پيښه كي 5 تنه عام خلك وژل سوي

56 | جنوري 28th, 2010


د كابل جلال اباد پر لويه لاره لغمان ولايت ته نژدې نن سهار په يوه ترافيكي پيښه كي پنځه تنه مړه سوي او يو بل ژوبل سوى.

د لغمان والي وياند سيداحمد صافي ازادۍ راډيو ته وويل چي په مړو سو كسانو كي درې ښځي يو نارينه او يو كوچنى شامل دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخي ټكر د يوه كرولا او ټيلر موټر تر منځ سوى.

Copyright Larawbar 2007-2024