کور / تازه خبرونه / رضا ګيلاني: هند او پاکستان د جنګ زغم نه لري

رضا ګيلاني: هند او پاکستان د جنګ زغم نه لري

د پاکستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني وايي له هندوستان سره د بنسټيزو مذاکراتو اړتيا ده، چي د دواړو هيوادونو ترمنځ جوړ جاړى رامنځته سي.
نوموړي د هندوستان له يوه تلويزوني چينل سره په مرکه کي وويل پاکستان او هندوستان دواړه ملتونو د ترهګرۍ سره په مبارزه اخته دي او د جګړې زغم نه لري. د ممبى تر حملو وروسته که څه هم هندوستان ډېر متاثره سوئ دئ، خو له دې حالت څخه د وتلو دپاره خبري اتري لازمي شرط دئ.
نوموړي ويلي د ممبى په بريدونو کي د پاکستاني تورن کس حافظ سعيد د لاس لرلو زبات دپاره نورو اسنادو او شواهدو ته اړتيا ده چي بايد پاکستان ته وسپارل سي.