کور / تازه خبرونه / کندهار:وسله وال بريد وشو

کندهار:وسله وال بريد وشو

دکندهار ولايت په ميوند ولسوالي کې وسله والو طالبانو ديوه شخصي امريکايي امنيتي شرکت يو ايس پي آى پر کاروان وسله وال بريد کړى چې په نتيجه کې درې امنيتي کارکونکي ټپيان شوي او دوه موټر يې ويجاړ شوي دي . دميوند يوه امنيتي چارواکي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې طالبان تر بريد وروسته وتښتېدل او دده په خبره چې دايو غلچکى بريد وو.