دملي اردو په جاموکي نغښتى ځانمرګى وچاودى

34 | جنوري 24th, 2008


دهلمند په ناارامه ولسوالي موساکلا کې ځانمرګي بريد کوونکي يوازي دوه پوځيان ټپيان کړل . دموساکلا ولسوال مولا سلام لراوبر ويپاڼي ته وويل چې بريد کوونکي دملي پوځ جامې اغوستې وې ټوپک يې په لاس کې او دنړۍ والو ځواکونو قرارګاته روان وو خو چې کله يې پوځ ددرېدو کوښښ وکړ سمدستي يې ځان والوزاوه او دوه سرتېري يې سربېرن ټپيان کړل . وروسته له هغه چې موساکلا طالبانو پرېښوده دالومړى ځانمرګى بريد دى چې هلته ترسره کېږي .

Copyright Larawbar 2007-2024