کور / تازه خبرونه / د افضل خان لالا د کورنۍ پر غړو بريد وسو

د افضل خان لالا د کورنۍ پر غړو بريد وسو

 


د سوات په مټه سيمه کي د پښتون قامي مشر او ولسپاله عوامي نشنل ګوند د مرکزي مشر ښاغلي  افضل خان لالا د کورنۍ پر غړو وسله وال بري سوی دی . د ناپيژندل سويو کسانو له خوا په دې بريد کي د افضل خان لالا د کورنۍ درې غړي مړه او دوه نور ټپيان سوي دي . په وژل سوي کسانو کي محمد ناظم ، د هغه ورور او د اکا زوی وژل سوي دي .


ژوبل سوي کسان د مټي روغتون ته وړل سوي دي ، ډاکټران وايي چي د افضل خان لالا د کورنۍ د ژوبل سويو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی .


د سيمي د اوسيدونکو له خوا د وسله والو بريدکوونکو لټون پيل سوئ دی او يو شمېر نورو په قهرجنو لاريونونو لاس پوري کړی دی ، تر اوسه پوري د پېښي سره په تړاو د چا د نيول کيدو خبر نه دی ورکړه سوئ .


د څو مياشتو په دننه کي دا دوهم ځل دئ چي پر پښتون قامي مشر افضل خان لالا او د هغه د کورنۍ پر غړو وسله وال بريدونه کيږي .