د لندن کنفرانس د طالبانو لپاره دام دی
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د لندن کنفرانس نن رسمأ پیل سو او په هغه کی برخه وال پر دې ټینګار کوی چی څنګه طالبان له مقاومته واچوی او ویې غولوی . په نظر کی دي چی طالبانو ته به د ډالرونو ، کورونو او کارونو ورکول پیشنهاد کیږی . په دې کنفرانس کی د ۷۰ هېوادو او جوړښتونو استاځي ګډون لری . د انګلستان صدراعظم وویل چی په پلان کی دي د ۲۰۱۱ کال تر اکتوبر پوری به ۱۷۱۶۰۰ پوځیان او ۱۳۴۰۰۰ پولیس جوړیږی او بیا به تدریجأ د افغانستان امنیت د غربیانو څخه افغانانو ته انتقالیږی . په پام کی دي چی د طالبانو د رانیولو لپاره به په اول ګام کی لږ ترلږه ۵۰۰ ملیونه ډالره ټولیږی . د امریکا نماینده ریچرډ هولبروک ادعا وکړه چی اکثریت طالبان د مذهبی جذبې په اساس نه بلکی د پیسو لپاره جنګیږی او د ده په وینا باید پیسې ورمخته سی .
خو څیړونکي وایی چی لویدیځ یو ځل بیا د افغانانو تاریخ ، مذهبی جذبه او عنعنه په باک نه راوړی او د وروستي ځل لپاره د ځپلو تر څنګ د تطمیع او غولولو ستراتیژي د تبلیغاتو په لفافه کی رامخته کوی .