کور / تازه خبرونه / اوباما: د افغانستان جنګ به ګټم

اوباما: د افغانستان جنګ به ګټم

د امريکا ولسمشر وايي باراک اوباما وايي په افغانستان کي له يوې سختي ازمويني سره مخ دئ، خو بريالتوب ته يې اميد سته.
نوموړي کانګرس ته د سږکال په لومړنۍ وينا کي وويل په عراق کي نور جنګ ختم سوئ دئ، او پوځيان به خپل هيواد ته را ستانه سي، د عراق حکومت ملاتړ ته به دوام ورکړم، خو په افغانستان کي حالات تر عراق کړکېچن مګر برياليتوب يقيني دئ.
باراک اوباما داسي وخت په افغانستان کي د برياليتوب ډاډ ورکوي چي د هيواد اوسېدونکي يې ورځ په ورځ د افغان جنګ پر مشروعيت شکمنېږي او له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو غوښتنه کوي.
باراک اوباما د کورنۍ پاليسۍ په هکله وويل تر دوه کلن بحران وروسته به روان کال د امريکايانو دپاره د خوشبختۍ زېرى ولري او همدا راز يې سږکال امريکايانو ته د کار موندني زمينه برابرول د کورنۍ پاليسۍ په سر کي قرار لري.
نوموړى پر داسي مهال امريکايانو ته د کارموندني ژمنه ورکوي چي په نړۍ کي د بېکارانو شمېره ٢٢٢ ميليونه کسانو ته رسېدلې او کارپوهانو يې په ٢٠١٠ کال کي د اته اعشاريه نهه فيصده زياتوب وړاندوينه کړې ده.
په پرمختللو هيوادونو کي د نفوسو په تناسب د امريکايي بېکارانو شمېره تر ټولو هيوادونو ډېره ده.